ایکنانیوز د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد د وزارت د قرآن او عترت د مرستیالۍ د اطلاع رسونې او عمومي اړیکو له قوله راپور راکوي،د قرآن کریم د دوه دیرشم نړیوال نندارتون د سیاست جوړونې د شورا غونډه د سلواغې دمیاشتې په شپاړسمه نیټه د د ایران داسلامی جمهوریت د کلتور او اسلامی ارشاد د ویر سید عباس صالحي په مشرۍ او د حقیقي او حقوقي غړو په شتون سره په دغه وزارت کې ترسره شوه او د غړو د وړاندیز او د شعار غوره کیدا سیکرټریټ ته له رسیدلو شعارونو په باب د نظر دتبادلې او له تخصصي خبرواترو وروسته ، د قرآن کریم د دوه دیرشم نړیوال نندارتون د شعار په توګه ، د ؛قرآڼ ؛ د ژوند لاره ؛ شعار خوښ شو.
همداراز وټاکل شوه چې نندارتون د کب د میاشتې له پنځلسمې چارشنبې ورځې څخه چې د روژې دمبارکې میاشتې څلورمې نیټې سره سمون خوري، د حضرت امام خمیني په عیدګاه یا مصلی کې ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4264069